Home / General / کيوډودَ جاپان په باره کښي معلوماتو دَ پاره ټرا لينګول ( سه ژبه) ويب پورټل لانچ کړو

کيوډودَ جاپان په باره کښي معلوماتو دَ پاره ټرا لينګول ( سه ژبه) ويب پورټل لانچ کړو

AsiaNet 47554

ټوکيو، يکم دسمبر/کيوډ جي بي اين ، ايشيا نيټ

کيوډو نيوز په يکم دسمبر دَ جاپان نه بار خلقو بشمول ميډيا ادارو اور سيلانيانو(سياح)  دَ پاره ټرالينګول( سه ژبه) ويب پورټل لانچ کړے دےچه دوي دَ سياحت، پاپ ثقافت، دَ مارچ دَ زلزلے نه ورستو تعميرنو او سونامي سره سره مختلفو موضوعاتو په بارے زر تر زره معلومات حاصلو جوګه جوړشي۔

دَ جاپان پورټل په نوم باندي ويب سائټ (http://www.japanportal.jp) باندي دَ جاپان دَ مختلفو ادارو او تنظيمونو  بشمول کارپوريشنو پريس ريليزونه په انګريزي، چيني اور کورين ژبو کښي پيش کولے شي دَ کومو په ذريعه چي دا ادارے دَ خپلو مصنوعاتو په خاص توګه فصلونو تشهير کوي او دَ ملک نه بار دَ سيلانيانو توجه حاصلوي۔

دَ جاپان پورټل دَ ملک نه باروزټرز به په يو کلک سره دَ ژبے، عنوان او پيش کوونکي دَ ترتيب په لحاذ سره معلوماتو ته رسائي موندے شي۔  په  ويب سائټ کښي دَ صنعت، حکومت، مقامي حکومت  په نوم درے غټو کټيګرو  لنک ورکړے شوي دي۔ دَ معلوماتو دَ تلاش فيچرز په درے ژبو کښي ورکړے شوي دي کوم چه دَ معلوماتو تلاش آسان جوړوي۔

دَ کيوډو ويب سائټ مقصد په ملک کښي دَ مختلف سرکاري اور غير سرکاري تنظيمونو، ادارو په باره کښي دَ ملک نه بار آګاهي پيدا کول دي۔

دَ دے پروجيکټ په ذريعه دَ کيوډو شراکت دار ابلاغي ادارے او دَ هغوي سبسکرائبران په جاپان پورټل باندے دَ معلوماتو دَ چهاپ کيدو نه پس فوري يو فهرست دَ وائر سروس په ذريعه حاصلولے شي۔

دا ويب سائټ دَ سرکاري منصوبو “کول جاپان” او “وزټ جاپان” په باره کښي اهم معلومات وړاندے کوي دَ څه مقصد چي دَ پاپ ثقافت اور سياحتي مراکزو مشهورول دي۔ ويب سائټ دَ دوانړو تباهو  نه علاوه  فوکشيما ديچي پلانټ ، جاپان اميګريشن نظام اور نورو تقريباتو باره کښي هوم معلومات وړاندے کوي۔

دَ جاپان پورټل ته راتلونکي ميلمانه دَ دلچسو مواد سرخيانے دَ سرچ انجن په ذريعه کتلے شي۔ دَ هغے نه  ورستو هغوي دَ معلوماتو اصل پيش کوونکو په ويب سائټ باندے دَ هر معلومات تفصيلات لوستلے شي۔

کيوډو دَ جاپان سرکرده نيوز ايجنسي ده کوم چي غټو اخباراتواور ټي وي ، ريډيو نه علاوه په ملک کے دننه او  دَ ملک نه بار په جاپاني، انګريزي، چيني او کورين ژبه کښے غيرميډيا ادارو  ته مضمونونه او تصويران جاري کوي۔

 

ذريعه: کيوډو نيوز

رابطه:

ګلوبل اسټريټجي هيډکوارټرز

کيوډو نيوز

ټيلي فون: +81-3-6252-8325

فيکس: +81-3-6252-8846

Leave a Reply

Scroll To Top