Home / General / دَ يو سل او شلو نه زيات راهنما به دَ افغانستان دَ مستقبل دپاره په ترکي کښي په عالمي کانفرنس کښي شرکت کوي۔

دَ يو سل او شلو نه زيات راهنما به دَ افغانستان دَ مستقبل دپاره په ترکي کښي په عالمي کانفرنس کښي شرکت کوي۔

AsiaNet 47537

استنبول، 30 نومبر 2011/پي آرنيوز وائر۔ايشيانيټ۔

دَ افغانستان دَ هرے صوبے نه امام او دَ سماجی سوسائټي راهمنا به نن دَ ترکي په ښار استنبول کے په يوفقيد المثال غنډه “کانفرنس دَ افغانستان دَ پُرامن مستقبل” کښي په اولني پيره دَ اسلامي اسکالرانو سره ميلاويږي۔ دَ اتيا (80) نه زيات افغان اسکالران پر دَ دنيا دَ 20 نه برا داسے سترو مفتيانو اور اسلامي عالمانو سره ميلاويږي کوم چي دَ پاکستان نه دَ انډونيشيا پورے په پوره دنيا کښي په کروړونو پيروکار لري۔

دَ کانفرنس شرکا دي غنډه، مباحثے او دَ عدم تشدد او امن عزم ته دَ اعتدال پسندي، روادري ، امن او تعاون دَ اسلامي تعليماتو دَ پاره دَ يوي تاريخې حوالے په نظر ګوري۔

دا کانفرنس جارج ميسن يونيورسټي دَ ورلډ ريليجيس ، ډپلوميسي او کونفلکټ ريزالوشن ( آر سي ډي سي) دَ افغانستان ايډوايزري بورډ، مرمارا يونيورسټي ترکي اور دَ استنبول مفتي اعظم په مرسته او ملګرتيا سره جوړ کړي يو تعلمي فورم دے۔ دا کانفرنس په امن ، اسلام اور دَ افغانستان دَ مستقبل په باره کښي دَ بهترين مکالمے يو محفوظ ځائے فراهم کولو او دَ هغے دَ انعقاد دَ پاره جوړ کړے شوے دے۔ دَ دے کانفرنس دَ افتتاح په موقع به دَ ترکي ستر حکام، دَ اسلامي کانفرنس تنظيم دَ سترو سفارت کارو بشمول دَ امريکي صدر باراک اوباما نمائنده خاص او په ترکي کښي دَ انګلستان سفير موجود وي۔

دَ کانفرنس مقصد دَ افغانستان هغه مذهبي مشران بااختياره جوړول دي کوم چي دَ امن اور تعاون عزم لري ۔ دا کانفرنس به دَ هغوي دَ دے جوګه جوړولو کښي هوم مرسته کوي چي دوي دے په افغان معاشره کښي يو اعتدال پسند سماجي ځائے پيدا کړي چرته چي افغان اولس اور راهنما دَ استحکام، امن او ترقي په لارے مخکښے لاړشي۔

دَ سي آر ډي سي شريک ډائريکټر عزيز ابو سراه وئيلي دي چي” ډيره دَ تشويش خبره ده چي تشدد دَ جواز دپاره، په خاص توګه دَ عام اولس، مذهبي مشرانو، عبادت ځايونو اوردَ افغانستان دَ ثقافتي ورثے خلاف دَ جواز دَ پاره دَ مذهبي تشريحاتو بلکه غلط تشريحاتو استعمال کيږي۔” هغوي زياته کړه “زما پوخ يقين دے چي شرکا دَ مکالمے اور عدم تشدد په ذريعه دَ امن په قيام کښي دَ ذمه دارانه اوفعال کرداراُميد لري۔“

په سي آر ډي سي کښې مشر فيلو او دَ دے پروجيکټ معمار نعمت الله نجومي وئيلي چي” دَ افغانستان نه باهر او دننه دَ اسکالرو دا ميلاپ به دَ افغانستان روحاني قيادت اور افغان اولس ته ډير قوت ورکړي او عملي منصوبو دَ پاره يو بنياد فراهم کړي دَ کومو اعلان چي په نزدے مستقبل کښي وکړے شي۔“

دَ جارج ميسن يونيورسټي په باره کښي

جارج ميسن يونيورسټي پي تعليمي ميدان کښي عالمي امتياز لرونکي يو جديده  او ملکيتي اداره ده ۔ دَ واشنګټن ډي سي سره نزدے شمالي ورجينيا کښي واقعه يونيورسټي ميسن طالبانو( طالب علمانو) ته دَ مختلف ثقافتي تجرباتو موقع ورکوي۔ ميسن دَ انجينرنګ، انفارميشن ټيکنالوجي، تنظميمي نفسياتو، صحت عامه ، وژول او پرفارمنګ آرټس په شعبو کښي ګريجويټ او انډرګريجويټ پروګرامونه پيش کوي۔

دَ ميسن پروفيسران دَ کلائميټ چينج، پبلک پاليسي، بائيوسائنسز په شعبو کښي بنيادي تحقيق کړے دي کوم چه جارج ميسن يونيورسټي يو سرکرده جديد مثالي سرکاري يونيورسټو صف ته راولي۔ جارج ميسن يونيورسټي ده ، چرته چي جدت روايت دے۔

دَ سينټر فار ورلډ ريليجيس ډپلوميسي اينډ کونفليکټ ريزالوشن په باره کښي

دَ سي آر ډي سي مشن دَ جهګړو دَ حل کولو اهليت لرونکي مخکښے راتلونکو خلق مصروف کول  او هغوي خپل ملګري جوړول، دَ هغوي حمايت پيداکول او امن قائم ولو والو، شهري سفيرانو، طالبانو( طالب علمانو، کاروباري خلقواور پاليسي سازو په مينځ کښي رابطه کول دي۔

سي آر ډي سي ، تنازعاتو دَ حل او شهري سفارتکاري په عالمي عمل کښي جدت، عالمي تعليمي سيمينارزاو فيلډ تجربه ، دَ موجوده واقعاتو دَ حل تجزيه او کاروباري/تنظيمي مشاورت په شعبو کښي خاص حېثيت لري۔

سي آر ډي سي دَ ميسن اسکول فار کونفليکټ اناليسز اينډ ريزالوشن په عمارت کښي واقع دي۔

ذريعه: جارج ميسن يونيورسټي

رابطه( په امريکا کښي)

جيمز ګريف

+1-703-993-9118,

jgreif@gmu.edu

رابطه ( په ترکي کښي)

عزيز ابو سراه

+1-571-236-0380,

azizabusarah@gmail.com

Leave a Reply

Scroll To Top