Home / General / دَ نيوزويک جنوبي ايشيا لیکونو انعام، د نوم ټاکنے دپاره فون وکړي/ 25000امريکي ډالر نقد انعام

دَ نيوزويک جنوبي ايشيا لیکونو انعام، د نوم ټاکنے دپاره فون وکړي/ 25000امريکي ډالر نقد انعام

نيويارک ۲۶ اپريل ۲۰۱۲/پي آر نيوزوائر: نيوزويک او ډيلي بيسټ او اوپن هينډ انيشيټو دَ خام ټيلنټ تربيت کولو او دَ نوي آوازونو دَ لټون دپاره دَ جنوبي ايشيا دَ هغه صحافيانو او ليکوالو لپاره دَ يو نوي انعام اعلان کړے دے کوم چه دَ دے خطے کوريج کوي۔ دَ دے انعام مقصد دَ هغه خلقو مرسته او دَ هغوي دَ کار فروغ دے چا چه  دَ خپلے خطے دَ غټو سماجي، سياسي اور ثقافتي مسئلو باندے اهم او توجه ګرزونکي ليکونو کښے برخه اخستلے ده۔

انعام:

 ګټونکے به دَ ۲۵ زره امريکي ډالرو نقد انعام حاصلولو سره سره دَ ميساچوسټس،  پروانس ټاون  په نارمن ميلر سينټر او رائټر کالوني کښے دَ يوے مياشتے اوسيدنے (ريذيډنسي) حقدارهم ګرزويلے شي او دَ هغه کالمونه به په هفته کښے دو ځله دَ پوره يو کاله پورے په “دي ډيلي بيسټ” کښے شائع کيږي۔

ساخت:

دَ جنوبي ايشيا سره تعلق لرونکي مديران، پبلشران او ليکوالو ته وئيلي شي چه هغوي دے دَ انګريزي ژبے خپل ليکوالو او صحافيانو نومونه دَ هغوي د کار پنځه مثالونو او يو خط سره راواستوي په کوم کښے چه دے دا واضحه کړے شي چه دا خاص کس دے ولے د دے ستائنے جوګه وګرزولے شي۔ دَ سرکرده عالمي صحافيانو او ميډيا ماهرينو زمونږ پينل به دا درخاستونه لولي او يو ګټونکي (ونر) او دوه فائنلسټان به ټاکي۔ خپل انتخاب مونږته په دے اي ميل باندے راوليګي۔ commentaryprize@newsweekdailybeast.com

اهليت

هرهغه نامزد شوے کالم نګار، صافي يا ليکوال دَ دے انعام اهل او جوګه دے دَ چا تعلق چه دَ جنوبي ايشيا سره دے او څوک چه دَ دے علاقے ( افغانستان، پاکستان ، هند، نيپال، بهوټان، سري لنکا او بنګله ديش) په باره کښے ليکل کوي۔ صرف دَ انتخاب جمع کولو نه مخکښني کال ليکلونو باندے به دَ انعام لپاره غور کولے کيږي۔ نامزد شوي کسانو له پکار دي چه هغوي دَ ۲۰ جون دَ انعامي تقريب دپاره نيويارک ته سفر کولو لپاره تيار او دستياب وي۔

ججان

مشهور ليکوال اور تاريخ دان ويليم دالريمپلے، دَ نيوزويک انټړنيشنل مديد تنکو ورادراجن ، دَ نيوزويک او دي ډېلي بيسټ بُکس مدير ليوکاس ويټمين، ليکول او صحافي سرهاروډ يوانس، مدهوليکا سيکا ، ايګزيکټو پروډيوسر، اين پي آر

وخت

انعام به دَ کال ۲۰۱۲دَ جون په شلمه نيټه په نيويارک کښے په يو تقريب کښے ورکولے شي۔ پکار ده چه ټاکنے دے دَ ۱۱ مئي ۲۰۱۲ دَ جمعه دَ ورځے پورے جمع کړے شي۔ دَ فائنل نومونو اعلان به په ۲۳ مئي ۲۰۱۲ کيږي۔

ايوارډ تقريب

چيف ايډيټړ نيوزويک او دي ډېلي بيسټ تينا براون، او دَ هغوي شريک کوربانه جے سنائډر، اوپن هينډ انيشيټو، لارنس سچلر او نارمن ميلر سينټړ، سپاس روسو او دَ نيوز ويک انټرنيشنل مديد تنکو ورادراجن به په شريکه په ايشيا سوسايټي نيويارک کښے دَ ۲۰ جون ۲۰۱۲ په ماښام دَ دے ايوارډ تقريب کوربانه وي۔ دَ ګټونکي دَ نوم اعلان کولو نه ورستو په اسټيج باندے دَ هغه سره خبرو اترو سره د هغه تعارف کيږي ۔ دَ دے نه ورستو به ميلمنو ته سُپر او کاکټيل بوفے  پيش کړے کيږي۔

 

رابطه:انډريو کرک

فون +1-212-524-8856

اي ميل: andrew.kirk@newsweekdailybeast.com

Leave a Reply

Scroll To Top